منځپانگې ته ورتلل

اندلس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اندلس د ایبیریا په ټاپووزمه کي د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندي سیمه وه، چي اوسنی پرتګال او د اسپانیا لویه برخه پخپل ځان کي رانغاړي. دا نوم هغو مسلمانو [۱] [۲]ایالتونو ته کارول کېده چي د 711 او 1492 ترمنځ په بېلابیلو وختونو کي ددوی تر قابو لاندي وې.

اندلس
الأندلس (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
رسمي ژبه
وګړنوم
Andalusi ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
فزیکي ځای
هېواد
  لړۍ...

 اموي خلافت
 قرطبې امارت
 قرطبې خلافت
{{د هېواد مالومات Almohad Caliphate (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=Almohad Caliphate (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size= }}
{{د هېواد مالومات Emirate of Granada (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=Emirate of Granada (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size= }}
کينډۍ:د هېواد مالومات د المرابطون سلسله
{{د هېواد مالومات taifa (first period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=taifa (first period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size= }}
{{د هېواد مالومات taifa (second period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=taifa (second period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size= }}
{{د هېواد مالومات taifa (third period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=taifa (third period) (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size=

}}
 اسپانیا
 پرتګال ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
Hispania (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين مالومات
د ړنګېدو وخت
۲ جنوري ۱۴۹۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مهمې پېښې
نور اړين مالومات
پيل موده
۰۷۱۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پای
۲ جنوري ۱۴۹۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۷°شمال ۴°لويديځ / 37°شمال 4°لويديځ / 37; -4 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د سیاسي او فوځي ځواک په توګه یاده سیمه د اموي واکمنۍ پر مهال د مسلمانانو تر بریدونو لاندي راغله، چي پیلامه یې د ولید بن عبدالملک له زمانې وسوه. دلته د ۷۵۰او ۹۲۹ کلونو ترمنځ د قرطبې امارت، له ۱۰۰۹ څخه تر ۱۱۱۰ پوري ملوک الطوایف، له ۱۰۸۵ څخه تر ۱۱۴۵ پوري اموي واکمني، له ۱۱۴۰ څخه تر ۱۲۰۳ پوري دویم ملوک الطوایف، له ۱۱۴۷ څخه تر ۱۲۳۸ موحد خلافت او په پای کي له ۱۲۳۸ څخه تر ۱۴۹۲ پوري د غرناطه واکمني شتون درلود، چي وروستی مسلمان واکمن یې سلطان ابوعبدالله زغل وو، او دده له سقوط سره د مسلمانانو واکمني په اندلس کي بشپړه وپرځېدل. د قرطبې د خلافت پر مهال د قرطبه ښار د مدیترانې حوزې، اروپا او اسلامي نړۍ یو له مخکښو کلتوري او سوداګریزو مرکزونو څخه ګڼل کېدی. هغه لاسته راوړنې چي اسلامي او لویدیځ ساینس ته یي پرمختګ ورکړ، د اندلس له جغرافيې څخه منځته راغلي دي، لکه د مثلثاتو په برخه کي د ( جابر بن افلح )، د ستورپوهني په برخه کي د ( الزرقلي )، د جراحۍ په برخه کي د ( الزهراوي )، د درمل جوړوني په برخه کي د ( ابن ظهر ) او زراعت په برخه کي ( ابن بسال او ابو الخیر الاشبیلي ) پرمختګونه چي بیلګي یې نن ورځ هم په تاریخ کي په لیکلې بڼه شتون لري. اندلس پخپل وخت کي د اسلامي او عیسوي نړۍ ترمنځ د کلتوري او علمي تبادلي لپاره یو مهمه لاره وه. [۳] د خپل تاریخ په اوږدو کي د مسلمانانو دې واکمنۍ د شمال له عیسوي سلطنتونو سره زیات وخت په شخړه کي نښتی وو.

په دیارلسمه پیړۍ کي د جنوب ډیره برخه د مسلمانانو د پرله پسې غفلت له امله په چټکۍ سره د عیسوي واکمنۍ لاندي لاسونو ته ولوېده، او غربي اندلس، د ګوادالکویر دره او ختیځ اندلس د پرتګالي، کاستیلین او اراګوني واکمنیو تر واک لاندي راغلل. ددوی تر نیولو وروسته د غرناطې امارت چي د ایبیریا ټاپووزمي په اوږدو کي د یوازیني پاته مسلمان دولت په توګه پاته وو، په ۱۴۹۲ کي د خپلي ناتوانۍ له امله کاتولیک پاچاهانو ته تسلیم سو.

سرچينې

[سمول]
  1. "Para los autores árabes medievales, el término Al-Andalus designa la totalidad de las zonas conquistadas – siquiera temporalmente – por tropas arabo-musulmanas en territorios actualmente pertenecientes a Portugal, España y Francia" ("For medieval Arab authors, Al-Andalus designated all the conquered areas – even temporarily – by Arab-Muslim troops in territories now belonging to Spain, Portugal and France"), García de Cortázar, José Ángel. V Semana de Estudios Medievales: Nájera, 1 al 5 de agosto de 1994, Gobierno de La Rioja, Instituto de Estudios Riojanos, 1995, p. 52.
  2. Benito Ruano, Eloy [in هسپانوي] (2002). Tópicos y realidades de la Edad Media. Real Academia de la Historia. p. 79. ISBN 978-84-95983-06-0. Los arabes y musulmanes de la Edad Media aplicaron el nombre de Al-Andalus a todas aquellas tierras que habian formado parte del reino visigodo: la Peninsula Ibérica y la Septimania ultrapirenaica. ("The Arabs and Muslims from the Middle Ages used the name of al-Andalus for all those lands that were formerly part of the Visigothic kingdom: the Iberian Peninsula and Septimania")
  3. Covington, Richard (2007). Arndt, Robert (ed.). "Rediscovering Arabic Science". Saudi Aramco World. 58 (3). Aramco Services Company: 2–16.